نظم

نه حميد شته نه کجی شته نه کاچو شته

Khushal Khan Khattak

نه حميد شته نه کجی شته نه کاچو شته

څه له نورو سره سر وهې له سنگه

که د سوات په هوا خوښ يې په کې ښکار کړه

او که نه ورځنې تښته په فرسنگه

د بې بې په کور يې ووری گټ گټ کاڼي

چې د سوات زلمي بېلېږي له پالنگه

لس به مله سره ونه وينې په ننگ کې

که درست خلک سره پره کړې تر تور سنگه

د بنگښ په توره مات نه يم باور کړه

دگنبت په جنگ مې ماتې اسماني وه

نه بنگښ و نه يې توره نه يې زورو

دموشکو د سينيو شيطاني وه

چې و غره وته يې تېښت وکړه بې جنگه

دځينې تنبه له ځايه نقصاني وه

چې مې ښه سواره دځان د وړاندې نه کړل

هم په دا سبب را پېښه پښېماني وه

چې مې ټول د وړاندې نه تلل په جلب کې

همگي د حسن خېلو ناداني وه

سل رحمت دمومنديو په تنبه شه

چې د دېو چار له ما سره جاني وه

برتويو تورې لرونه په وهل کړي

په مردۍ دهر يوه جانفشاني وه

چې په توره يې شېرخان پرېوست له اسه

په ميدان دعابد خان پهلواني وه

چې سردار د بنگښ پرېوت خټک مات شو

په دا هسې رنگې چارې حيراني وه

عابد خان چې په مردۍ راغی له جنگه

وخپل پلار وته يې ښه ارمغاني وه

پړوکي پړوکي يې د سرشالونه لاړل

په سرو وينو يې څېره ارغواني وه

لاس په لاس يې انتقام دبابا واخيست

په دا کار باندې سزا ثنا خواني وه

چې يې جنگ په ميدان کړو يو څو سواره وو

نور د واړو بخره تېښت تن اساني وه

دخټک په سوارو باندې لعنت شه

په يوه جلو يې تېښته ځان ځانې وه

چې اول ماتې يې گډه په سوار وکړه

په سوارو کې چار دجټ دعثماني وه

ښه ځوانان چې د گنبت په ميدان ومړل

د هر ځوان په زړه کې ننگه افغاني وه

همگي ځوانان زما د زړه ارمان دی

په کې بېله د عبدل تانده خواني وه

د غليم سره په اس غاړه غړۍ شو

د عبدل د مېړنتوب بخره کاني وه

ما دا هسې جنگ هر گز ليدلی نه و

څو مې عمر څو خټک څو مې خاني وه

ځوانان جنگ تمامه ورځ کا نه ماتېږي

په يوه لحظه لمحه ماتې اني وه

نه په تمه په اميد نه شرم ترس و

دلښکر مې سر رشته الاماني وه

يا لښکر د نام وننگ وي يا د زرو

زما دا ټوله دننگ نه وه ناني وه

همگي په يوه سير راسره ټول وو

په يوه ساعت يې ځکه پرېشاني وه

چې نه دين وي نه دنيا جنگونه څوک کا

مگر سهله جانبازي جان ستاني وه

چې په خواست او په ضرور سره ټولېږي

دهغو لښکرو کله وداني وه

چې مې دا ځله غليم له ډکې خلاص شو

پرې يک باره د فلک مهرباني وه

لکه څاړی چې وبازو ته ځان ځير کا

هغه هسې د غليم پر افشاني وه

که زه روغ په ځای ولاړ وای غليم څه و

د پرهار په کار مې درسته ويراني وه

که طالع مې په ظاهر مدد ونه کړ

توجه يې په ما ډېره نهاني وه

زه د عمر د ښادۍ دواړه اميد کړم

دغليم که مې څو ورځې ښادماني وه

دا څه مړه زما ځوانان نه دي په جنگ کې

دا زما دننگ په کار کې مهماني وه

که مې خپل که مې دښمن مري په دا کار کې

په هر توکي مې حاصله کامراني ده

مخالف مې په دا کار کې پاتې نه شو

چې فاسده اندېښنه يې وجداني وه

سل څلوېښت ځوانان مې قتل په ميدان شول

داختر په عرفه کې قرباني وه

د هجرت دکار غفو (١٠٨٦) و په حساب کې

په غره واوره ورېدلې نيشاني وه

چې يې زخمه له مېدانه ځي نامرد وي

زه، زخمي ولاړم دځان نگهباني وه

يوه تېښته نامردي بله مردي وي

و دانا وته دا دواړه عياني وه

انتقام وته مې تېښت و له ميدانه

نه مې ياده د دنيا زندگاني وه

تل خوني مزري هم جنگ کا، هم ځان ژغوري

دمزري دتېښته څه بد گوماني وه

پيغمبر چې له کافرو نه فرار کړ

وکافر ته يې په زړه کې تېغ راني وه

که ظفر که هزيمت بيا مې ميدان دی

چې د پلار نيکه مې بخره ميداني وه

که ژوندی په دنيا پايم خود به گورې

چې په تېغ مې څه وراني څه وداني وه

دخوشال اختيار تر واړه بنگښ تېر دی

که څه ننگه دخټک د کرلاڼي وه