غزل

نه مې لاس رسي په يار

Khushal Khan Khattak

نه مې لاس رسي په يار

نه طاقت د انتظار

دا ستم په ما خپل يار کا

که گردش دی د روزگار

پکې ستا غمونه ځای دي

که يو زړه دی که هزار

تر وېښته ضعيف وجود مې

ستا د زلفو دی يادگار

غم د يار د بېلتانه دی

چې تر هر څه دی د شوار

خپلې اوښکې مې درياب شوې

پکې نه موم کنار

چې مې تل په ديو زورې

ستا په شونډو لرم کار

چې څوک سوځي، هغه سوځي

هم پتنگ گوره، هم نار

زما زړه څه اسان نه دی

چې يې وړې نه ترس نه ډار

د بوسې وعده دې وکړه

زه خوشال لرم تلوار