غزل
نه په خوله گولۍ خوړلې د ټوپک
Khushal Khan Khattakنه په خوله گولۍ خوړلې د ټوپک
نه نمړۍ د لييمانو د ښانک
که د تن وينې يو جام وڅښې لا ښې دي
نه اوگره د بخيلانو يو کاشتک
که اوبه دې د بخيل د منگي وڅښې
ستا دې وخېژي دانه په چنغړک
نه د شوم د لاسه سل بېرې خوړلې
نه د مرد له لاسه پاڼې د پالک
نه نامرد سره مکې ته رسېدلی
ښه د مرد سره په بياې بېديا ورک
مخ دې سوی د دوزخ په لمبو ښه دی
نه چې سم کړې و ممسک و ته ورسک
د منت سره حلوا مه خوره خوشاله!
تر حلوا نه لا بهتر دی وچ کنډک