نظم
نه زه ملک غواړم نه مال
Khushal Khan Khattakنه زه ملک غواړم نه مال
نه دد هر نورجنجال
نه په تله د جهان غم کړم
نې په راغله يم خوشال
دخپل خدای محنت راباندې
چې يې رانه کړ بل خيال
د اسفل فکرونه نه کا
په اعلی ختلي فال
په آسمان باندې پيرې کړم
د همت په پرو بال
بخارا بخښم هغه يم
په ديدن د يوه خال
و جهان وته يې شا ده
که خوشال مومي وصال