نظم

نهه دېرشم فصل - په بيان د علاج د سپږو د باز کې

Khushal Khan Khattak

په اغېړ مغېړ چې سر شي باز د لوږې

د خوارۍ د مخه وشي د باز سپږې

فلفل مول يا فلفل دانه ميده کړه

د باز پرونه پرې تر وېخ پورې گنده کړه

د باز سپږې به په دا دارو شي لږې

که يې گورې ښې خوندي شي د باز سپږې

يا يوه لته خامتا د باز په غاړه

اندرون يې په پرونو کې ونغاړه

د باز سپږې به راټولې په خامتا شي

باز به خلاص له هغو سپږو نه په دا شي