نظم
نهه ويشتم فصل - په بيان د رنگونو دچرغ کې
Khushal Khan Khattakچرغ هم ډېر لري د باز غوندې رنگونه
په کې ډېر د مړنتوب دي آهنگونه
چې له جالو الوتلي دي مرغونه
خو چرغونه دي،چرغونه دي، چرغونه
د مرغونو مزری چرغ دی که يې گورې
په تعليم کې د مير کښار وينې کا تورې
هم يې چار ده د تعليم ډېره اسانه
هم د چرغ دتعليم چار ده ډېره گرانه
په دلبه ورلره زر راشي تيار شي
مټ په دا بويه چې ښه ور سره يار شي
زورور دی، مړنی دی دماغی دی
ته به وايې چې اوس ايل شو، لا ياغي دی
ښکار د باز که د شاهين که د باښې کا
چې ښه ساز شي عجايبې چارې ښې کا
نقره دم وي هم چهره وي بو رسوم فام وي
سپين شوده وي سيه پشت وي گلبادام وي
په کې غوره چرغ سور فام وي توره ژبه
تور هم ښه وي باداښت يې وي په شبه
شنقار هم اصل د چرغ دی زما ياره
دسيرۍ دی جاله نه کا بې کهساره
ځينې چرغ اشيان په غره کا څوک په سمه
دلاور په کې د سمې دی له فهمه
يو شنقار چې تل په واورو کې اشيان کا
قيمتي دی ښکاريې څوک کا؟ بادشاهان کا
يو نری پشم لري تروېخ د پرونو
ځينې ځينې موزه پای وي تر نوکونو
چرغ شنقار چې سره پېژني هوښياره
ښه مير ښکار ته يې ښکاره دي يو څو کاره
اشياني شنقار هيچا ليدلی نه دی
لکه باز هسې ناياب اشيان دده دی
د شقنار پېژندگلي د هر چا نه ده
چې شنقار يې ډېر ليدلی د هغه ده
اشياني چرغونه ډېر دي په هر لوري
دامي هم عالم په هره کوڅه گوري
اشياني چرغونه ښې نسي هوسۍ
دامي زاڼې قازې څاړی هم هيلۍ
تماشه د دامې چرغ خو د قتال ده
د لوی پوځ د څښتن ده د ډېر مال ده