نظم
نهم باب په بيان د عفت کې
Khushal Khan Khattakعفت څه دی احتراز
چې بد کار ته نه شې ساز
د شهوت په نغوتو نه ځې
د تقوا په لارې ته ځي
په مباح باندې نظر کړه
له حرامو نه حذرکړه
پشتې هم د نېک اخلاق دی
هم سبب داتفاق دی
چې بد زېږي، بد لويېږي
له بد کاره نه شرمېږي
په هر څه کې له انسانه
دوه نسبته دي ای جانه
يو نسبت د حيوانات دی
بل د خلق عليات دی
په دا دوه نسبت قامي دي
که ملک، که بهايم دي
اکل، شرب، شهوت دچا دی
بهايم لره پيدا دی
د فرتشه خصلت عفت دی
علم، حلم، طهارت دی
د فرشتو خصلت چې کاندې
صد رحمت په هغو باندې
که خصلت د حيوانات کا
واړه ځان لره آفات کا
خوار، مردود، رسوا به اوسي
هم دا خوی به گور ته يوسي
ښه سړي هغه کسان دي
چې له بده گرېزان دي
چې شهوت باندې غالب شي
د روا چارې طالب شي
يو قدم نه ځي بې شرعې
بلکې دم نه ځي بې شرعې
چې په شرعه ناروا وي
حوره ده ته نا زېبا وي
دا خوی هر چا لره ښه دی
لاملوک لره بايده دی
ننداره دې دخپل ځان کا
گفتگوی په هر مکان کا
چې ملوک پارسا عفيف وي
په هر ځای دده توصيف وي
زړه ترې جمع د هر چا وي
رعيت يې په ثنا وي
درست عالم عفت شعار شي
ورک د فسق، د فجور کار شي
د دنيا کار يې سمېږي
د دين چارې يې جوړېږي
برکت يې په تبار شي
هم له عمره برخوردار شي
چې لمن لري ناپاکه
بر به ونه خوري له ژواکه
تل به زړه دده پرېشان وي
فضيحت به په جهان وي