غزل
نفس، شيطان دواړه بلا دي
Khushal Khan Khattakنفس، شيطان دواړه بلا دي
راپسې څرگند په غلا دي
ځنې چارې لري پټې
ځينې چارې يې برملا دي
د هغو جزا سزا کا
چې په جهل مبتلا دي
خدای يې خلاص لره له عجبه
څوک چې ناست په مصلا دي
د دنيا د هوا چارې
سر تر پايه ابتلا دي
جاه به چاه شي و هغو ته
چې دچا په تولا دي
د دنيا ښاديې واړه
که باور کړې واوېلا دي
اندېښنې گوره خوشاله!
چېرته سرې په قلا دي