نظم
ناگاه به دې په کور باندې غوغا شي
Khushal Khan Khattakناگاه به دې په کور باندې غوغا شي
چې فلانه تر جهان تېر شو فلانه وخت
د غسل د کفن زېرمه يې کاڼئ
و کفن لره يې راوڼئ ښه رخت
په گور کې به دې کښېږدي زويه وروڼه
بيا به کوره وته رايشي يک لخت
حساب به دې د مال کاندي په زړه کې
په دا کار کې گرفتار وي واړه سخت
ملگري به دې په گور کې څوک ونه کا
که دې مل خوبه عمل وي هغه وخت
خپل عمل به دې په گور کې په کار کېږي
په عمل کې که نېکبخت وې که بدبخت