غزل
نښتر د قد سيالي ونه کړه دنگې
Khushal Khan Khattakنښتر د قد سيالي ونه کړه دنگې
اور يې بل کړ په خپل ځان په ننگې ننگې
سره ښه د زړه خوښي کاندي همزولي
نه دې لوی،نهدې هلک وي يار د کنگې
په خيال خيال يې ترپوې ، بدرۍ ومه خوره
د منډ يل شملې پرې ايښې سور د خنگې
د خوشال ويل و هرچاته ښکاره وي
نه د مښکو بوی پټېږي، نه د هنگې