نظم
نکته
Khushal Khan Khattakدا خبره له استاده
په دا ځای شوله را ياده
وې يې دا څلور کسان دي
زيان د ځان هم دجهان دي
ياري نه بويه له دويه
خواري نه بويه په دويه
يو هغه چې په نام نه وي
و دنيا وته يې زړه وي
بل هغه چې ترسنده وي
غريز ځايه شرمنده وي
بل هغه چې ډېر احمق وي
د بهبود په کار دق وي
بل هغه چې دروغجن وي
فضيحت په انجمن وي
دما تره بهادر خان و
زيان د ځان هم دجهان و
نه حريص ونه ډارن و
نه احمق نه دروغجن و
ما ليده راته ښکاره و
خوی يې واړه ننداره و
د ما تره دی زه يې ستايم
خود پوهېږم چې زه وايم
په دروغو کې ډېر نه و
په دا نورو کې خو ښه و
چې دعقل پرې تور تم و
په دروغ کې ځکه کم و
دروغ هم د نادان نه دي
چې هوښيار وي د هغه دی
هوښيار واړه دروغ زده کا
خو په قصد ترې کناره کا
هوښيار واړه چارې زده کا
چې څه چار وي بيا هغه کا
زده کول د سحر ښه دي
ولې کړل يې حکم نه دي
په ځای ځای دروغ روا دي
په ځای ځای رښتيا بلا دي
که دروغ کا که رښتيا کا
هغه کل واړه زېبا کا
مذهبونه واړه زده کړه
چې دې خپل مذهب هغه کړه
په هوښيار چې څوک انکار کا
ځان دده غوندې هوښيار کا
چې جوهر لري توتيان دي
هر چې وايي دُر افشان دي
جوهر نشته د شين کوسي
لکه دي هسې به اوسي