غزل
نامرد مل د چا مل مه شه
Khushal Khan Khattakنامرد مل د چا مل مه شه
سر په بد نايي کل مه شه
پۍ، غوړي واړه مردار کا
دخپل کور پيشو غل مه شه
يو چې دوه ورته ښکارېږي
څوک په سترگو احول مه شه
چې يا سېب يا بهي کېږي
بصل مه شه، حنظل مه شه
د غوټۍ غوندې موسېږه
د ابرو ترمنځ خل مه شه
په ويل که ډېر افضل يې
له خوشاله افضل مه شه