نظم
نمونځ د چارشنبې په ورځ
Khushal Khan Khattakچارشنبه دېرش رکعته
په شپه نمونځ کړه په څو نيته
يو ځل سبع مثاني ده
يو ځل ايت الکرسي ده
يو ځل آمن الرسول دی
قل هو الله بيا قبول دی
بيا په ورځ څلور رکعته
نمونځ دی ای صاحب حاجته
نمازپښين چې وگذاري
بيا به دا همت وگماري
فاتحه ده له اوله
قل هو الله بيا شل ځله