نظم

نمونځ د لوی اختر په شپه

Khushal Khan Khattak

چې د لوی اختر شپه راشي

بويه دا چې نمونځ دې دا شي

نمونځ يې دی څلور رکعته

د الحمد له سورته

بيا آيت الکرسي جانه

اخلاص درې ځله ای ځوانه

چې مهم لري د وړاندې

په هفته دې دا ورد کاندې

دا تمام هفت نماز دی

د حاجت دپاره ساز دی

هم ثواب لري بې حده

که يې تل گذاري لا ښه ده