نظم
نمونځ د سه شنبې په ورځ
Khushal Khan Khattakسه شنبه لس رکعته
نمونځ دی ای صاحب حاجته
هر رکعت فاتحه بويه
بيا آيت الکرسي زويه
بيا چې ورځ د سه شنبې وي
د زوال په وخت دا به وي
نمونځ کړه اته رکعته
هر رکعت له روايته
په اول کې فاتحه ده
بيا اوه ځله سوره ده
په وروستي چار کې درې ځله
اِذَا زُلزلَت ولوله