نظم
نن دا پند په خاطر راغی زه يې وايم
Khushal Khan Khattakنن دا پند په خاطر راغی زه يې وايم
څوک که پند زما مني که نه مني
د کم ذات په اشنايي کې سود نشته
په دور مې کې کله خوند وي د گني
د ټوپک گوله په خوله خوړلې ښه ده
نه چې وخوري څوک نمړيې د دني
بې وفا سړی بتر تر کوټه سپي دی
چې ژعري کا دروغ د لېوني