غزل

نن د يار له لاسه بيا يو تير راغلی دی

Khushal Khan Khattak

نن د يار له لاسه بيا يو تير راغلی دی

بد رسا دځان په وړلو خير راغلی دی

زه چې دو اسپه له عشقه تښم، پټېدلم

بيا راپسې گوره گيرا گير راغلی دی

ښه چې په کې بند شو، ويې مه شلوه له زلفو

زړه مې لېونی دی په زنځير راغلی دی

چېرته يې ای عشقه! چې وربوز يې راته مات کړې

بيا گوره چې عقل په تدبير راغلی دی

څومره ښايسته يې چې دمخ په نندارو دي

درست وگړی مات شو ما وی پير راغلی دی

ټول محبوبې راغلې سمن بويه، سيه چشمې

ما وی چې ته راغلې درست کشمير راغلی دی

څوک که جهان نيسي په لښکرو هغه ترک مې

گوښی ځان د زړونو په تسخير راغلی دی

زړونه يې زخمي کړل، چې يې گوتې په بم کېښوې

غوږ باسه له بمه ، اوس په زېر راغلی دی

وچولی چې تريو کړې ورته نه گورې په مهر

وايه له خوشاله کوم تقصير راغلی دی