غزل
نن په سترگو، وروځيو له ماخوار زهد، تقوا وړه
Khushal Khan Khattakنن په سترگو، وروځيو له ماخوار زهد، تقوا وړه
ناز و غمزې وکړه عقل و صبر مې سبا وړه
شېخ، ملا، قاضي، مفتي، صوفي، سره يو ځای دي
پاڅه! ښېوه وکړه، يو يو څيز مې له هر چا وړه
جور د اغزي وړي چې و گل وته هوس کا
يار که ښايسته وي، ته يې هم جور و جفا وړه
دور د اورنگ دی د ريا زاهدان ډېر دي
پټه په لستوڼي د شرابو ډک مينا وړه
تل چې عاشقان دي پسې تعيين رقيبان دي
ته چې عاشقي کړې، د وگړي شور، غوغا وړه
مال دی که مې ملک دی،څو لا مړ نه يم ژوندی يم
هر چې ستا په خوا دي هغه واړه لاپخوا وړه
ډېرې دي نگارې، ښايسته پرې رخسارې
نورو لره نور څه، ته زما زړه په تنها وړه
شونډې دې حلوا دي،عاشقان د حلوا وږي
ښه په وږيو ځه، په پلو پټه دا حلوا وړه
تا ويل خوشاله يو کالی به له تا غواړم
زړه دی، نور څه نه دی، ښه در کړی مې و تا وړه