غزل نن يې بيا د دلبرۍ خنجر تر ملا شو Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 نن يې بيا د دلبرۍ خنجر تر ملا شو ښه چې سر يې له اوله په پارسا شو 02 ښه چې زر دې مختوري وشوه رقيبه هغه يار چې مرور و بيا پخلا شو 03 ما وی بخت به يو ښه يار راکا و ماته چې د درست جهان ناترس و يار زما شو 04 گل په دا سبب ارزان درومي په بيه چې يې ډېره بقا نشته، بې وفا شو 05 په بلبلو باندې زېري د بهار کا چې نرگس په هسې سخته څله وا شو 06 راشه گل وته نظر وکړه اغزيه! گل په هومره زېبا ييه يار د چا شو 07 د فراق شپه يې څه هومره اوږده نه وه په خوشال باندې هزار ځله سبا شو Dictionary meaning × Headword