غزل

نن زما کره مېلمه عزيز دخدای دی

Khushal Khan Khattak

نن زما کره مېلمه عزيز دخدای دی

چې يې پاس زما په سترگو باندې ځای دی

په خپل ځای باندې قايم دی لکه قطب

همېشه د گم گشته و رهنمای دی

چې پرې څه خو توجه د فکر و کا

يو زه څه چې د هر چا مشکل کشای دی

چې گذر يې په دا غولي باندې وشو

سعادت يې ورسره راوړ همای دی

ما پرې اوس د غلطيې کرښه وکښه

په خپل رای مې چې منلی دده رای دی

د بادشاه څخه يې مه غواړه، چې نشته

هغه گنج لکه په کور کې د گدای دی

تناوو نه به يې ورسي تر لمره

لکه زلفې چې يې سر ايښی په پای دی

د ښه حسن به يې څوک کاندي ستاينه

چې د خپل حسن په خپله خود ستای دی

لکه عمر لارغه رايشي، زر درومي

په هجران يې دخوشال خټک های های دی