غزل ننگيالي قبلوي گور Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 ننگيالي قبلوي گور گور خو نه دی رنتهبور 02 لس په کال پرې ننوځي ځنې وځي درې څلور 03 مور زادي بلا پروټ يم چې بلا هورې مې کور 04 ننگيالي د ننگ د پاره په هر څه لگوي اور 05 سر په باد د سړي پرېوځي چې يې نه وي ژوندون نور 06 د جهان بلا دې کل وي خو دې نه شي ويې سپور 07 چې په نام او ننگ اړ نه وي که تل ژوي مخ يې تور 08 سر په دار لک شوی ښه دی نه لک شوی په پېغور 09 ونبری پوله دو رستي شي چې پرې وشي شر و شور 10 همگي په خدای سپارلي زويه، لوڼه، وروڼه، خور 11 په همت سړی پورده دی نه د مست هاتي په زور 12 د خوشال سلام په واړو زيات يې لا پخپله مور Dictionary meaning × Headword