غزل
نحس او سعد اووه ستوري
Khushal Khan Khattakنحس او سعد اووه ستوري
تر دا نور شته لا بلند
په هغه طالع چې وشي
په عالم کې شي څرگند
بختور، دانا، مخ روڼی
د وگړي دلپسند
دده زړه په هره چار کې
د همت سره پيوند
همگي په خوږو ډک وي
دگني غوندې بند بند
دده لعم عطايي وي
نه سبق د دانشمند
چې تر ژبې څه وباسي
نصيحت وي، وعظ، پند
په خپل شرم، ننگ راغلی
نه په شخوند وي، نه په خوند
دا ته څه وايې خوشاله!
خرو ته څه ورکوي قند