څلوريزه

ناست په گلزار کې يار په کنار کې

Khushal Khan Khattak

ناست په گلزار کې يار په کنار کې

باده گردانه مطرب په کار کې

دا حال چې زه لرم په خپل ديار کې

بادشاه يې نه لري په هندوبار کې