غزل

نصيحت د دانايانو د کتاب دی

Khushal Khan Khattak

نصيحت د دانايانو د کتاب دی

د احمق ځواب هم نه ځواب، ځواب دی

چې عيسی په غرونو تښ له احمقانو

دا تعليم يې راته پانې په دا باب دی

لکه دد د صحرا ډېر دي په هر لوري

په هر ځای د احمقانو څه حساب دی

سړي واړه سره سم نه دي په عقل

يو آفتاب دی، بل مهتاب دی، بل شهاب دی

يو په قدر شهنشاه دی په دنيا کې

بل د دين په مرتبه قطب اقطاب دی

د هوښيار چې له نادانه زيست روزگار شي

که يې گورې دا هم سخت گنده عذاب دی

دا سړی دی چې اغزی دی سر تر پايه

دا سړی دی چې همه گل گلا ب دی

ما خوشال چې ځان له خلقو کناره کړ

دا په دا چې نادان ډېر دانا ناياب دی