غزل

نصيحت دی که يې اروې، درته وايي بېچاره

Khushal Khan Khattak

نصيحت دی که يې اروې، درته وايي بېچاره

نفس به ډېر درته وايي، پسې مه شې آواره

روحاني بخره دچا ده؟ چې يې مينه په دروېش وي

نفساني برخه د چا ده چې جاهل وي هيچکاره

چې وهل، خوړل، خورول کا، هغه باز دی يا شاهين دی

چې يې سوړې لره وړينه، يا مېږی دی يا فاره

علم تا بيايي په پورته، جهل تا بيايي په کښته

يا عيسی لره وردرومه، يا قارون ته ځان سپاره

چې يې علم، فضل نه وي که په تخت دپاسه کښېني

يا يو يږدی، يا لېوه دی يا يې گاو و خر شماره

بېوفا، دروغجن مه شه، ناسپاس حق ناشناس هم

رهزني کړه، بنگ، شراب خوره څرخ وهه په دوتاره

د نباتو حلوا مه خوره، چې منت ورسره مل وي

خپل کشکاب د خپل محنت خوره په سر راوړه پشتاره

که وعده په قيامت وي، هوس مه کوه و پورته

څو توانېږې ښځه مه کړه، که په مخ وي ستاره

په هوا، په هوس تللم، لا تر اوسه هسې ځغلم

واوېلا دنفس له لاسه گرېوان چاته کړم پاره

څوک نېکخواه په جهان نه وو ځې يې ماته هدايت کړای

چې خبر په قباحت شوم، په کې ډوب يم يکباره

لوی درياب دی، توره شپه ده پکې ځي زما بېړيه

خدايه! خضر راښکاره کړه، چې لاس راکاندي ښکاره

هنر هم په خپل مقدار شته، دانش هم شته په خپل قدر

که يو بخت ورسره مل وي د خوشال کړه ننداره