نظم

نعت

Khushal Khan Khattak

دخوشال خټک دې حشر له هغو شي

چې دوستدار د پنجتن پاک چار ده معصوم دي

انبيا تر محمد پورې معلوم دي

لکه ستوري تر آفتاب پورې معدوم دي

مرتبه يې تر اسمانه ده بلنده

د براق يې د اسمان د پاسه سوم دي

که تورات دی که انجيل دی که زبور دی

دا همه دده په نام سره مرقوم دي

محمد يې د غبرا خلقه بولي

کروبي يې ذاکران د احمد نوم دي

په طفيل يې پيدا شوی دوه جهانه

په ما زاغ يې ونظر وته مذموم دي

په معجز يې د قمر کمر دوه نيم کړ

په اعجاز کې که پولاد و چاته موم دي

چې دعرش يې په نعلينو بډايي شوه

چې د پښو يې خاورې نه شول هغه شوم دي

يک تنها يې دجهان مهم آغاز کړ

د دښنو فکر يې نه و چې هجوم دي

بادشاها يې واړه ځان گڼي مريونه

که د چين دي که دهند دي که د روم دي

په افلاس کې به د جهل خوار و زار شي

چې د شرعې له دولته يې محروم دي

سرگشته د ضلالت په تيه کې گرځي

چې دښنه يې د خسرانو يا د زوم دي

هر اصحاب يې لکه ستوری د هدی دی

د هدی د لارې ښيون کاندي نجوم دي

که خلاف يې داصحاب په منځ کې وشي

د مفهومو کار هغو زده چې مفهوم دي

چې په جنگ کې دعلي له لوريه ومړل

په هغو باندې گواهي وله مرحوم دي

په يزيد باندې لعنت شه په اعوان يې

چې په تېغ يې د نبي لمسي مظلوم دي

د امت يې برگزين دي اثنا عشر

په بزرگۍ کې د همه جهان مخدوم دي