نظم
نعت سيد المرسلين محمد (ص)
Khushal Khan Khattakای زما نبي سروره
اولوالعزمه پيغامبره
نه دنيا وه نه عالم و
نه حوا وه نه آدم و
چې تا ختم انبيا وې
آدم زويه، ته بابا وې
که ته نه وی آدم نه و
که ته نه وی عالم نه و
هم آخر هم مقدام يې
هم يې زويه هم آدم يې
هدايت د جبرايل شوې
خلافت د اسماعيل شوې
نوح چې ته يې شوې له ځانه
ځکه خلاص شو له توپانه
د خليل خلاصی له ناره
هم له تاوه ای رويداره
د موسی بد بيضا شوې
د عيسی آدم احيا شوې
ښه يوسف که ښايسته و
ستا له باغه گلدسته و
که ظاهر صورت خاکي وې
نور څړه څړه پاکي وې
دا به نه وايم چې خدای يې
نور لايق دکل ثنا يې
تا راوړی فصاحت دی
تا راوړی ملاحت دی
واړه ته يې اصل فرعه
ملک رڼا دی ستا په شرعه
ستا سايه نه وه په مځکه
نمر يې ته د هدا ځکه
د سرتاج دې دلولاک دی
پل دې ايښی پر افلاک دی
هم مليح دې هر کلام دی
هم فصيح دې هر کلام دی
تا چې وتړله توره
جهان خلاص شه له فتوره
تا منسوخ کړل نور اديان
شرک دې لرې کړ له ميان
چې يې تا سره حجت و
په زبان به فضيحت و
که رهبان، که قيسان وو
ستا تر نطق پورې حېران وو
نه دې لوستی د چا خت و
شجاعت دې نهايت و
نه دې کښلی يا په کښل شول
هغه واړه ستا حاصل شول
کان دعلم، د عرفان يې
آبرويې د کل جهان يې
حد کم شه و نمر ته
بېرته راغی نمازديگر ته
ستا پر بوی به ملک بويه
وريت کباب درته ترکويه
اهډ قومي ستا ويل وو
رب لا تذر د بل وو
که ستا قوم به جفا کړه
تا له ديو به وفا کړه
رسالت شه په تا ختم
نبوت شه په تا ختم
منور د تا مزار شه
په تا لور د غفار شه
انبيا که صد هزار دي
لا ترې تېر په حساب، شمار دي
دوی انجم دي ته اسمان يې
دوی قطره دي ته عمان يې
لويه ورځ چې د قيامت وي
مرسلان به په هيبت وي
هر نبي به په خپل ځان وي
په خپل ځان به هم حيران وي
امتي گويا به ژاړي
خوار عاصيان به پسې غواړې
ته به غم د خپل امت کړې
هم برپا به شفاعت کړې
وي دې يو لک صلوات
هم بې شمېره تحيات
پر دا هسې نبي باندې
چې به غم د امت کاندې
زه که هر څو گناه کار يم
په امت سره دې شمار يم
ای نبي په ورځ د حشر
چې به ټول وي حشر نشر
په ما مهر عنايت کړه
ياد مې ته په شفاعت کړه