نظم
نزدې راغلی ساعت
Khushal Khan Khattakنزدې راغلی ساعت
چې په خاورو شي صورت
بند په بند به سره بېل شي
تر مردارې فضيحت
چينجي به ترې خوټ کېږي
يا به هسې شي لت پت
صفت د صدف مه کړه
د گوهر کوه صفت
گوهر هغه گوهر دي
چې يگانه وي په قيمت
نظم
نزدې راغلی ساعت
چې په خاورو شي صورت
بند په بند به سره بېل شي
تر مردارې فضيحت
چينجي به ترې خوټ کېږي
يا به هسې شي لت پت
صفت د صدف مه کړه
د گوهر کوه صفت
گوهر هغه گوهر دي
چې يگانه وي په قيمت