غزل
نيمه شپه مې په پالنگ راغله دلبره
Khushal Khan Khattakنيمه شپه مې په پالنگ راغله دلبره
پري رويه، عنبربويه، سمنبره
رنگينه جامې اغوستې زرنگارې
سره درسته تجلی وه پا،تر سره
په سپينوالي د مخ سپين لکه مؤمنه
په تور والي د طرې لکه کافره
سر يې تور، ښيښه په لاس ، باده يې څښلې
له مستيه په خپل ځان نه وه خبره
د پايلو او د څړۍ يې شرنگهار شو
زه هل خوبه راپرتاب شوم ډېر په وېره
ما وی گوره ښاپېريه ده، که حوره؟
چې دا هسې شان په ما شوه برابره
تورې وروځې يې لينده باڼه يې غشي
غاښ يې دُر قيمت بها په لب شکره
په خندا خندا يې دا ووی و ماته
چې و ما ته نظر کړه بې بصره!
ته ما نه پېژنې، زه هغه خوبا يم
بله نشته په خوبۍ تر ما بهتره
عاشقان زما د خولې په کلي ډېر دي
بختور يې ، چې مې ونيوې په غوره
ځو بوسې يې د لبانو و ما راکړې
حقيقي پياله يې راکړ له احمره
درسته شپه مو سره راز په پالنگ وکړ
د وصال خوښي يې لا نه وه تر سره
چې په ډېر ارمان محبوبه ځنې درومي
کشکې شپه د خوار عاشقوای بې سحره
چې له هسې محبوبا خوشال جدا شو
د آتش لمبې يې دورمي له بستره