غزل
نن بيا هسې د ګلزار په ننداره ځم
Ahmad Shah Durraniنن بيا هسې د ګلزار په ننداره ځم
چې له ياره سره خوښ هم کناره ځم
چې بر کړی مه خدائی لاس په رقيبانو
ترو به زه د هند پر لور په تماشه ځم
چې د هند د ملکو فتحه مې روزي شوه
نور ايران لره په توغ په نغاره ځم
پرداکړی داد د خدای نه شي پښېمانه
ترنګين مې د ايران لاندې شاهانه ځم
معشوقې د ايران ډېرې ترکي شوخي
خدای چې راکي ترکې هند ته دوباره ځم
زه تسخير د ولايت د خدای په داد کړم
په مدد د حبيب هره خوا تازه ځم
چې زما د ولايت فتحه روزي شوه
تروه به څه ديار له نازه کناره ځم
احمد شاه دنيا فاني ګڼم چې نشته
دنيا پاته له ايمانه به سره ځم