غزل
نور څوک نشته لاندې باندې
Khushal Khan Khattakنور څوک نشته لاندې باندې
واړه دی دی چې څه کاندي
دده حکم به نور نه شي
که ژړا کوې که خاندې
دی نادر دی باندې ښايي
که کېميا کا گل د سپاندې
څو سينې يې کړې قرارې
چې په غم وې ځلبلاندې
څو يې بياورباندې پاس کړل
چې پراته و تر بل لاندې
خلقې دي که يې گورې
سره يو تر بل هړاندې
په ليدو د يار مړې شوې
د خوشال سترگې نغلاندې