غزل نورو د منزل او د کاروان خبرې هيرې کړې Khatir Afridi Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 نورو د منزل او د کاروان خبرې هيرې کړې مونږه د کاسو او د جانان خبرې هيرې کړې 02 ځان ئي د يوسف نه خلاصوو هغه ئي خلاص کړو ترې ورونړو د يوسف او د کنعان خبرې هيرې کړې 03 مات شول غرضيان شول که بدل که د نظره شول ډيرو شهسوارو د ميدان خبرې هيرې کړې 04 ناوې درخو ناسته ده ګودر کښې د سينګار سره ولې خو زلمو د ادم خان خبرې هيرې کړې 05 اې د حسن خياله ته خو راشه اوس يواځې يم خلکو خو د پت او د ګزران خبرې هيرې کړې 06 ما خو د باړې د ملنګئ کچکول تړلې دې تا که د دوهې او د رحمان خبرې هيرې کړې Dictionary meaning × Headword