غزل
عمر هر زمان گداز کا لکه واورې
Khushal Khan Khattakعمر هر زمان گداز کا لکه واورې
يا به ستا له مرگه واورم، يا به واورې
هغه تېر ياران به بيا بيارته رانه شي
که په سر باندې رالونم تورې خاورې
بړبوکۍ چې پوزی واخلي پورته درومي
نه پوهېږم چې دا دروند وری په چا ورې
په سمن د شهلا نقش د سيور زېب کا
په ښېوه چې سترگې کوزې له حيا ورې
دواړه سترگې مې چې ستا په مخ دوخته شوې
عجب ښه له ځانه دوه قبله نما ورې
د خوشال غوندې به ډېر دا هسې نور وي
ته چې هسې رنگه زړونه رونما ورې