غزل

عمر هر زمان رفتن کا لکه باد

Khushal Khan Khattak

عمر هر زمان رفتن کا لکه باد

مرگ دې هر سړی همېش لري په ياد

چې د عمر يې بنياد په هوا ايښی

په دا هسې ژوندون څه دی اعتماد

د ادم خاورې د غم په اوبو نم دي

خميره په قدرت کړې چهل بامداد

انبيا او اوليا لاړل و گورته

ته به وايې چې د دوی نه و بنياد

د دنيا ژوندون هيڅ نه دی که يې گورې

چې هېچا ځنې بيا نه مونده مراد

همېشه ژوندون که غواړې درته وايم

همېشه کوه د نفس سره جهاد

مسافر چې يې سفر وي څو د وړاندې

په مقدار د هغې لارې اخلي زاد

راشه زړه له غيرو پرېکړه ای خوشاله!

په اميد يې د ديدار لره زړه ښاد