غزل
اورنگ زېبه بې دليله
Khushal Khan Khattakاورنگ زېبه بې دليله!
په ظاهر باطن عليله!
لکه مچ په انگبين کې
په څو بند شوې په قليله
په تسبو کې دې بلا ده
هی توبه ستا له تهليله
د يوه صورت د پاره
خېلخانه دې کړه قتيله
نه په زويه، نه په پلار يې
په هر چا باندې بخيله!
په دا هسې بې عدليه
هلاکو سره عديله
بې له خدايه بل يو نشته
د خوشال په سته سيله