نظم اورنگزېب چې آرايش د تخت و تاج کا Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 اورنگزېب چې آرايش د تخت و تاج کا تخت و تاج به يې اجل سره تاراج کا 02 په جهان کې به يې پاتو ښه بد نوم شي ده زده چارې د کسری کا د حجاج کا 03 زه غمجن په عيد په جشن خبر نه شوم که درست خلق د دهليې ابتهاج کا 04 اوبه سترگو لره لاړې اور د زړه شوې څوک به څرنگه ژوندون په دا مزاج کا 05 دوه مين چې په هېواد وبله بېل شي خدای يې څرنگه د تش سلام محتاج کا 06 چې په رگ مې گوتې کښېږدي رنگ يې زېړ شي طبيبان مې به پسو د رنځ علاج کا 07 جدايي دمما په زړه کا هسې چارې لکه باز يې په تارو يا په دراج کا 08 د ما اوښې دگوگل په جوش پيدا شي لکه اور چې له گياهه نم اخراج کا 09 هر ناوک چې د قضا له شسته خېژي زمانه دخوشال زړه ورته آماج کا Dictionary meaning × Headword