څلوريزه

اوس له دېو ښځو کله مردم زېږي

Khushal Khan Khattak

اوس له دېو ښځو کله مردم زېږي

ورځنې واړه مار و لړم زېږي

دخول که نه کړې ور سره ځای لري

چې ځنې واړه په عقل کم زېږي