نظم

اوولسم باب په بيان دحلم کې

Khushal Khan Khattak

حلم خوی د پاک سبحان دی

په دا خوی دمرد رجحان دی

انبياء که اولياء دی

حلم خوی د انبياء دی

دهر چا چې حلم ډېر وي

هر غليم به ورته زېر وي

د شيطان لښکر غضب دی

حلم لوی لښکر در ب دی

چې د حلم يې لښکر وي

په شيطان به يې ظفر وي

په قوت دحلم ځانه

ځان ساته شي له سبحانه

که هرڅو قوت د فيل دی

وهر چا وته دليل دی

چې د حلم زور دې نه وي

دمټ زور که لرې څه وي

که ښه زړه لرې پر دل يې

په قوت، په زور کامل يې

که و قهر ته نسکور يې

نه دې زړه شته، نه دزور يې

که هر څو حلم زېبا دی

ځای ځای قهر هم روا دی

که په باغ دې گډ شي خرونه

ورانوي کښلي گلونه

دا ځای حلم په کار نه دی

گوش دخره بريده ښه دی

قهر روغ کارونه وران کا

ټول وگړي ځان په ځان کا

د سړي چې حلم کم وي

هومره ساز ورلره غم وي

سبک سر هم بې وقار وي

خپل پردي ځنې بېزار وي

که دې کښل کا ( )

حلم دا نه دی مهم ( )

حلم خوږ لکه عسل دی

قهر تريخ لکه حنظل دی

په خپل ځای دواړه په کار دي

پرې پوهېږي چې هوښيار دي

د داد خواه په هيبت زر وي

چې د حلم يې زېور وي

چې حاکم حليم ، بردبار وي

رعيت ترې اميدوار وي

سوال ځواب د دادخواهانو

حليم ښه ورکا يارانو

حلم ښاد کا غمجن زړونه

مرهم ږدي په پرهارونه

هر اخلاق نعمت عام دی

حلم مالگه د طعام دی

درته ووايم ورمونه

زه د حلم علامتونه

که څوک سخت وايي وده ته

دی خواږه وايي هغه ته

بل که څوک حليم آزار کا

دی احسان ورته آشکار کا

بل چې خشم يې په جوش شي

ويل نه کانيد خاموش شي

علامت يې دادرې څيزه

له ما واروه ای عزيزه

چې په وخت يې خشم خور شي

پرې حرام د دوزخ اور شي

چې په وخت يې خشم خور شي

پرې حرام د دوزخ اور شي

درلودل د حرص، د قهر

واړه بد دي خفي، جهر

که د دين دپاره کېږي

هغه قهر ښه يادېږي