غزل

په مینه، مینه که یو بل ته غېږې واکړو

Pir Mohammad Karwan

په دې ورکه دنیا کې په اخر سره پیداکړو

پر جنګ به تیږه کېږدو، جنګ به مړو سترګو ته پرېږدو

راځه چې له شاهین سره کوترې په هوا کړو

لیلا چې کوم خوا سترګې غړوي مجنون به ویني

او ډکه له لیلا نه به څلور کونجه دنیا کړو

منصور به په ګلابو په نرګسو باندې ولو

دحق پر ضد باطله به دهر ملا فتوا کړو

دا توره وچکالي به یې په سپینو اوښکو مینځو

له ډېرې خوشحالۍ نه به بلبلې په ژړاکړو

شپې ورځې د ژوندون به مو خوشبو کې وي رانغښتې

لمونځونه د سحر به په ګلونو کې ادا کړو

روان به شو کاروانه دبڼو پر څوکو څوکو

رانجه به د جانان له خماري سترګونه غلاکړو