غزل چې مې وليده په سترگو ستا ښايست Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 چې مې وليده په سترگو ستا ښايست ښاپېريو څخه نشته دا ښايست 02 هم هغه درباندې هسې شان مين کړم چې درکړی يې و تادی دا اښايست 03 مخ يې کله د لاله غوندې زېبا دی د لاله تر گل يې ډېر دی لا ښايست 04 گرمه نه يې چې خپل ځان ستايي نگارې وايې نه لري قمر زما ښايست 05 لور په لور به د بلبلو ږغ پرې وشي که سبا کا د گلونو واښايست 06 د نرگس گلونه هم هر گوره زېب کا ستا د سترگو وينم لا زېبا ښايست 07 عاشقان دې پرې پتنگ کړل چې وريتېږي خدايه تا کړ په جهان پيدا ښايست 08 ملاحت وه، نزاکت وه، لطافت وه د خوشال ددلبره سر تر پا ښايست Dictionary meaning × Headword