غزل

په سرو شونډو دې بازارد شكر مات کړ

Khushal Khan Khattak

په سرو شونډو دې بازارد شكر مات کړ

تورو زلفو دې ناموس د عنبر مات کړ

چې د صبر په اهن مې و تړلى

تا د زلفو په حلقه هغه ور مات كړ

چې يې ستا د خط وقد ننداره وكړه

صورتگرو مې پركارو مسطر مات كړ

سحرگرو اوس د سحر دكان ونغښت

دواړو سترگو دې د سحر هنر مات كړ

په دا دوه سواره د مخ، يانې ستا سترگې

تا مې درست د پارساييه لښكر مات كړ

په هوس هوس راځې شملې پرې ا يښې

گوره ! بيا دې د چا نوى سنگر مات كړ

چې ارزو لرم په زړه كې ستا د وروځو

دې ارزو مې په ځيگر كې خنجر مات کړ

تا وې نور به قول مات نه كړم سوگند دى

په سوگند سوگند دې لا څه بهتر مات کړ

په بارخو دې مار حلقه شو كه صهبا مې

ستا د تورو زلفو خولې وته سر مات کړ

ماتوه د خوشحال زړه بيا به ووايې

چې مې څه لره دا هسې گوهر مات کړ