غزل

په تياره کي د اوربل ګورم لګيا يم

Darwish Durrani

د خپل ورک زړ ګوټي غل ګورم لګيا يم

ستا د لاري ګرځ مي پروت د ی په لېمو کي

په دې خاوره کي ستا پل ګورم لګيا ګو

ولي توري اوښکي نه څڅو ئ ستر ګو

زه چي يار لره کجل ګورم لګيا يم

شايد وخت دی د زوال سيوری هم نشته

زه د هر د یوال بغل ګورم لګیا یم

هر يو غم وائي چي ما درسره بوزه

چي دروېش د لاري مل ګورم لګيا يم