څلوريزه

په باغ کې فلک په مېوه شخوند کا

Khushal Khan Khattak

په باغ کې فلک په مېوه شخوند کا

په خوله کې هره مېوه خپل خوند کا

ترخه هم ښه دي په دې جهان کې

د خوږو قدر ترخه څرگند کا