نظم

په بناس ندي چې راغلم

Khushal Khan Khattak

په بناس ندي چې راغلم

په نظر راغله سارس

په بل لوري مې نظر کړ

راته ږغ وکړ تاوس

وی يې غم ښادي خوشاله

دواړه توکه دي ټس پس

پرون ورځ دې مخ په گړ و

نن دې بيا په خپل ولس

حکايت شو ځنې پاتې

نه ماهي شته نه يونس