غزل

په دا ساه نشته ويسا

Khushal Khan Khattak

په دا ساه نشته ويسا

هر دم ته وايه الله

هر نفس يو غنيمت دی

پهره دار اوسه د ساه

د سالک په ويل کار کړه

که د ځان نه يې بدخواه

د سالک ويل هم دادي

ته يې وايه بې اکراه

چې له خلکه نه زړه پرې کړه

زړه پيوند کړه له الله

که هوا دې کړله ترکه

نور قبول يې د درگاه

بادشاهي به دهر تن کړې

که د خپل تن شې بادشاه

موتو قبل ان تموتوا

په دا راز شه انتباه

په جوار يې دقربت کې

د کم شناختو نشته راه

د بيدارو دې نصيب وي

ښه دولت د سهر گاه

څه اميد دور و دراز کړې

په دا لږ عمر کوتاه

تل توبه کوه خوشاله!

چې دې محو شي گناه