غزل

په دا شکر چې يې بوی ښکاره آتش کړ

Khushal Khan Khattak

په دا شکر چې يې بوی ښکاره آتش کړ

اگر درست صورت و اور وته پېشکش کړ

زړه په خپله هغه مخ لره لاړ نه شو

د زلفينو يې هر تار ورته دلکش کړ

دا بې غش شراب د کومې ميخانې دي

چې زما د زړه يې لرې غل و غش کړ

لېونتوب يې مبارک شه تل تر تله

چې يې يار د زړه په غوره پر يوش کړ

په يارۍ يې نر ناحقه نازېدلم

بېهوده مې په سراب د اوب اش کړ

مشوش يې کړ روزگار د پرهېز گارو

چې کاکل يې په جبين رامشوش کړ

ما وی سپينه خوله به ورکړي و خوشال ته

په خندا يې له ناخواله پنج او شش کړ