غزل

په دانا مې د ناپوه ديدن الم دی

Khushal Khan Khattak

په دانا مې د ناپوه ديدن الم دی

د ناپوهو د صحبت نتېجه غم دی

چې دانا مې د نادان سره گډون کا

دا يې واړه په خپل ځان باندې ستم دی

بد سړی که په ظاهر سړی ليده شي

په باطن کېنور څه نه دی مار لړم دی

د بدانو په صحبت کې دين، دنيا ځي

شک په دا خبره مه وکړه قسم دی

د ناپوه سره په جشن حاضر مه شې

د دانا سره قبول کړه که ماتم دی

که بې عقل تر يوسف ښايسته روغ وي

دخوشال خټک په پوهه يو صنم دی