غزل په دنيا کې مخ د يار دی نور څه نشته Rahman Baba Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 په دنيا کې مخ د يار دی نور څه نشته هر چې دی د يار ديدار دی نور څه نشته 02 چې و هجر و وصال ته يې نظر کړم يو دوزخ دی بل گلزار دی نور څه نشته 03 کار خانه چې ددې دهر ليده کېږي همگي دعشق سر کار دی نور څه نشته 04 هر مژگان يې په ما هسې چارې کاندي وايم عين ذوالفقار دی نور څه نشته 05 بويه مرد چې يې له مخه زلفې واخلي دغه گنج دی دغه مار دی نور څه نشته 06 دمحسن د محسنات صفت به څو کړم کوتاه وايم چې بې شمار دی نور څه نشته 07 هر طبيب ته چې ځان وښيم دا وايي چې له عشقه دې آزار دی نور څه نشته 08 و هر لور ته چې دزړه په غوږو ځير شم جوړ د محبت بازار دی نور څه نشته 09 خوار رحمان که بې تا مينه په چا وکا عين د قتل سزاوار دی نور څه نشته Dictionary meaning × Headword