غزل په دنيا کې مخ د يار دی نور څه نشته رحمان بابا د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 په دنيا کې مخ د يار دی نور څه نشته هر چې دی د يار ديدار دی نور څه نشته 02 چې و هجر و وصال ته يې نظر کړم يو دوزخ دی بل گلزار دی نور څه نشته 03 کار خانه چې ددې دهر ليده کېږي همگي دعشق سر کار دی نور څه نشته 04 هر مژگان يې په ما هسې چارې کاندي وايم عين ذوالفقار دی نور څه نشته 05 بويه مرد چې يې له مخه زلفې واخلي دغه گنج دی دغه مار دی نور څه نشته 06 دمحسن د محسنات صفت به څو کړم کوتاه وايم چې بې شمار دی نور څه نشته 07 هر طبيب ته چې ځان وښيم دا وايي چې له عشقه دې آزار دی نور څه نشته 08 و هر لور ته چې دزړه په غوږو ځير شم جوړ د محبت بازار دی نور څه نشته 09 خوار رحمان که بې تا مينه په چا وکا عين د قتل سزاوار دی نور څه نشته د قاموس مانا × اصلي کلمه