غزل

په دنيا کې نعمتونه رنگا رنگ شته

Khushal Khan Khattak

په دنيا کې نعمتونه رنگا رنگ شته

د ديدن د نعمت کوم نعمت همسنگ شته

عاشقي دې هغه کا چې لېونی وي

د هغو غرض پرې څه، چې يې فرهنگ شته

ما په عشق کې دا همه واړه تر شا کړل

ته لا ښه يې چې دې غم د نام و ننگ شته

ماوی زه په د زړه حال ورته عرضه کړم

يو غماز يې تر شيطان بتر تر څنگ شته

په اشتيې کې کشتن دی،عاشق وژني

همېشه ژوندون هم دادی چې يې جنگ شته

خدايه! زر يو بل اورنگ لره پيدا کړه

په جهان کې ښادي نشته چې اورنگ شته

په وار وار يې دخوشال خاطر صيقل کړ

ولې ښکته يې لا پاتې څه خو زنگ شته